ایکناخبری آژانس د بوابةالاهرام له قوله راپور راکړ،د مصر د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئیل، دغه اداره د قرآني وړتیاؤ پر لرونکو متخصصانو او شخصیّتونو د څارنې په موخې سره جوړه شوې او په دغه کار سره به ددوي د قرآني وړتیاؤ د پیاوړتیا او د عملی ،کلتوري او مالی ملاتړ لپاره هڅه وکړي.
د مصر د اوقافو وزارت په اعلامیې کې دغه راز راغلی دي، دغه اداره د قرآڼ دحفظ،تبلیغ،خطابه او نوښتونو په زمینې کې د متخصصانو او وړتیاؤ د کشفولو او پيژندلو په موخې سره جوړه شوې ده.
همداراز په همدې لړ کې،د دغه وزارت د دیني برخې د مشر هشام عبدالعزیز په مشرۍ د اوقافو د وزارت د یوشمیر مسئولانو په شتون سره یوه عملی تخصصي کمیټې هم جوړه شوې ده چې ځينی متخصص قاریان هم پکې شامل دي.